د افغانستان د اطلاعاتو اوکلتور وزارت د نشراتو لوی ریس مولوی عبدالحق حماد په یوې مرکې کې ویلي دي چې دهغو رسنیو په اړه چې دتخطیو دوسیې یې رسنیزوشکایتونو او تخطیوته درسیدنې کمسیون لخوا محکمې ته وړاندې شوي ، محکمه به دپنجشنیې په ورځ تصمیم ونیسی
دی مسلې ته ځینو ناڅرګندو ادرسونو ، حساسیت ښودلی او اداعا یې کړې ده چې کنی حماد صاخب ویلي دی دهغوی په غیاب کې غیابي پریکړه کیږي.
په سر کې باید دا وضحه وي چې حماد صاحب د غیابی محکمې خبره نه ده کړې بلکی ویلي دي چې د هغو رسنیو په اړه چې دوسیې یې محکمې ته وړاندې شوی دي ، دپنجشنبې په ورځ به محکمه د یادو رسنیو د مدافع وکیلانو په موجودیت او قانوني پړاوونو تر بشپړیدو وروسته تصمیم ونیسي .
کله چې مدافع وکیل په محکمه کې حضور ولري ، هغه محکمه او پریکړه غیابي نه بلکې حضوری پریکړه ده ځکه چې د مدافع وکیلانو د قانون او مدني قانون له مخې هر څوک حق لري د خپلې دعوی د مخته وړلو لپاره مدافع وکیل ونیسی او د وکیل مانا دا ده چې د خپل موکل ( که مداعی وی او که مدعی علیه) پوره پوره استازیتوب کوي، یعنی داچې وکیل په ځانګړې مسله کې د خپل موکل ټول صلاحیتونه لري . په بل عبارت د مدافع وکیل موجودیت او استدلال د دهغی د موکل شتون او استدلال بلل کیږي.
په ټوله دنیا کې ۹۵ سلنه قضیې د مدافع وکیلانو له خوا مخته وړل کیږي ځکه چې هر سړی په حقوقی مسایلو باندی دومره حاکم نه دی لکه مدافع وکیلان چې وارد دي او بله دا چې مدافع وکیلان ځانته خاص صلایحتونه لري چې عادی خلک یې نلري .
راځو دی مسلې ته چې ولې د ځینو رسنیو دوسیې محکمې ته سپارل شوی دي ؟
یو شمیر رسنۍ چې دافغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د فعالیت جواز تر لاسه کړی ، دتیر حکومت تر ړنګیدا وروسته ُ دامتیاز خاوندان یې له هیواده وتلی دي او صلاحیتونه یې هم په قانوني ډول کوم بل شخص ته نه دي لیږدولي خو اوس هم داخلي رسنیو په نامه فعالیت کوي او د ژورنالیزم او ټولنیز اخلاق دټولو معیارونو په نقضولو لاس پورې کوي . کله چې له دغو رسنیو نه شکایتونه ډیر شول ، رسنیزو شکایتونو او سر غړونو ته درسیدنې کمسیون تصمیم ونیو چې د دوی له مسوولینو سره مجلس وکړي او د شکایتونو په اړه ورسره وغږیږي خو ثابته شوه چې دوی له افغانستانه بهر دافغانستان په نامه خپرونې کوي.
رسنۍ په ټوله کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ څخه د فعالیت جواز تر لاسه کوي او درسنیو قانون سره سم فعالیت کوي .
دافغانستان د رسنیو دفعالیت قانون په دی برخه کی حکم کوي چې :
هغه رسنۍ چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د فعالیت جواز لری او غواړي چې امتیاز بل ته ولیږدوي اول باید نوی شخص ټول هغه مراحل بشپړ کړي لکه چې لومړني شخص بشپړ کړي دي.
درسنیو قانون په ۲۷ ماده کې داسی راغلي دي:
اووه ویشتمه ماده:
(1) د عامه نشراتو ریاست د ملکیت لیږد او د هغې د کاپي حق لیږد جواز لري. هغه شخص چې ملکیت یا حق ورته انتقالیږي، مکلف دی چې د دې قانون د (۲۴) مادو او (۲۸) مادې حکم بیا رعایت کړي.
(2) د خپرونو د دفتر او عامه رسنیو تاسیسول او د کاپي حق د مالک ملکیت دی. بل کس ته د دغه حق د سپارلو په صورت کې د دغه قانون د (٢٤) او (٢٨) مادو حکمونه بيا بشپړېږي.
له یادې مادې پوره پوره څرګندیږي چې پخپله د امتیاز خاوند باید موجود وی او امتیاز بل ته ولیږدوي .
که چیری موجود نه وی نو باید شرعی وکیل ونیسی ، وسیقه جوړه کړی او د شرعی وکیل له لارې ملکیت یا امتیاز انتقال کړی .
که چیری یاد مراحل یا پړاوونه نه وی بشپړ شوی بل څوک دچا له ملکیته استفاده نه شی کولی او حکومت مکلف دی د داسی استفادې مخه ونیسی . دبل له ملکیت نه د استفادې په صورت کی امکان لري چې یو وخت اصلی خاوند ادعا وکړي چې ملکیت یې غصب شوی دی. بی له انتقاله دچا ملکیت کارول ، خود د غصب مانا لري.
بله مسله دا ده چې مالک او مسوول مدیر دقوانینو پر وړاندی مسوولیتونه لري . مونږ له یو غیر مسوول شخص سره چی مالک یا رسمي مسوول مدیر نه وي حساب نه شو کولی بلکې هغوی باید موجود وي او حساب ورکړي.
قانون وایی دامتیاز خاوند او مسوول مدیر دواړه باید د افغانستان تابعت ولری یعنی دلته موجود وی چې قانونی حساب ورکړی هغه چې موجود نه دی له تابعته منکر وي او بل هیواد ته پناه وړی وي څنګه کیدای شي دنورو په شان امتیاز ولري ؟ له غا یب سړی سره حساب څنګه کیدای شی؟
په دی توګه رسنیزو شکایتونو او سر غړونو ته د رسیدنې کمسیون مجبوره شو د یادو سر غړوونکو رسنیو دوسیې ، محکمې ته وسپاري تر څو عادلانه پریکړه وکړي. محکمې ورته د مدافع وکیلانو د نیولو صلاحیت ورکړ تر څو خپل دلایل ، اسناد او مدارک ، محکمې ته ورسوي او دهغوی وکیلان دقانون په رڼا کې تری دفاع وکړي .
مولوی صاحب حماد د یادو رسنیو د مالکانو د غیابت خبره کړې او ویلی دي چې دهغوی د مدافع وکیلانو په شتون کې به محکمه خپله پریکړه وکړي. خوا داخبره ځینوناپوهو یا خود غرضو اشخاصو، غلطه تعبیر کړې او داسې اوازې خپرې کړي دي چې ګنی داطلاعاتو او کلتور وزارت دیادو رسنیو په هکله غیابي پریکړه کوي.
اوس راځو غیابی محکمئ ته
غیابی محکمه هم په ټوله دنیا کې ډیر عامه ده او په ډیرو مواردو کې دایریدای شي البته قانون ورته لاندی شرطونه ایښي دي:
۱ـ داچې بلل شوی شخص د محکمې لپاره حاضر نه شي .
۲ـ که چیری یو ځلې حاضر شي بیا دری میاشتې پرله پسی غایب شي.
۳ـ داچې د دعوی د مخته وړلو لپاره رسمي او شرعي وکیل هم ونلري.
دافغانستان د محاکماتي اصولو او صلاحیتونو په قانون او هم مدني قانون کې دامسله واضحه شوي ده .
البته غیابی محکمه د ټولو ملکونو په قوانینو کې شته او مونږ اوتاسو د ډیرو غیابی محکمو شاهدان پاتی شوي یو چې یوه بیلګه یې په ترکیه هیواد کې د امریکې میشتی فتح الله ګولن غیابی محکمه ده.
خو دلته غیابي محکمه نه بلکی حضوري محکمه دایریږي ځکه چې مدافع وکیلان هلته موجود دي او خپل دلایل او مدارک وړاندې کوي .
دا پخپله یو ډیر مثبت او هیله بخښونکی پرمختګ دی ځکه چې هر لوری ( شکایتونو او تخطیو ته درسیدنې کمسیون او تورن شوي رسنۍ) دواړه خپل دلایل او غوښتنې ، محکمې ته وړاندې کوي او محګمه پری قضاوت کوي .
ځکه خو د حماد صاحب خبرې قانوني منطقۍ او شرعی دي او هیڅ څوک نه شي کولی د شریعت ، نافذه قوانینو او منطق له مخې یې چلنج کړي.
په دی هیله چې محکمه ، یوه پریکنده او عادلانه تصمیم ونیسي.