دافغانستان دریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ، افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانکړي استازي اوتنبایوا سره په کتنه کې ویلي دي چې دافغانستان حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې ټول شرطونه بشپړ کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي.
دملګرو ملتونو ځانکړي استازي په دی کتنه کې ټینګار کړی چې دافغانستان ستونزه باید دخبرو اترو له لارې حل شي .
مخکي تردی چي دافغان حکومت دی غوښتنې باندی ودریږو ، درسميټ پیژندنې نړیوالو اصولو ته یوه لنډه اشاره کوو:
رسمیت پیژندنه په دنیا کې له دوو لارو تر سره کیږي:
دوفکتو رسمیت پیژندنه
دوژور رسمیت پېژندنه
دوژور رسمیت پېژندنه د حکومت د سیاسي او حقوقي حالاتو له څرنګوالي سره تړاو لري. په دی رسمیت پیژندنه کې لاندې شرطونه مهم ګڼل کیږي :
په ټول اړوند قلمرو باندې کنترول لرل .
په ټوله خاوره کې د امنیت ساتلو وړتیا.
کورنی مشروعیت.
اساسی قانون.
کله چې حکومت په اړوند قلمرو باندې بشپړ کنترول ونه لري، امنیت نه شي ټینګولی او د کورني مشروعیت څخه بې برخې وي. د ځینو سیاسي او ژِیوپولتیکو ملاحظاتو له کبله ممکن په دوفکتو ډول په رسمیت وپېژندل شي.
دا یادونه هم اړینه ده چې په رسمیت پېژندنه یوازې د حقوقي ضوابطو سره تړاو نه لري. هر هیواد خپلو ملي ګټو ته په پام سره، رسمیت پېژندنه له ګن شمیر سیاسي او ژیوپولتیک ملحوظاتو سره تړي.
مشروط رسمیت پېژندنه:
کله چې رسمیت پېژندنه له حقوقي ضوابطو پرته له نورو شرطونو سره مطرح شي، مشروط رسمیت پېژندنه بلله کېږي.
یاد مسلو ته په کتو ، ښایی یوه ارزونه تر سره شي چې اوسنی افغان حکومت درسميټ پیژېندنې لپاره کوم شرایط پوره کړي دي ؟
درسمیت پيژندنې لپاره تر ټولو لومړی شرط ، پر خاورې یا قلمرو باندې د حاکمیت لرلو شرط دی . په دی برخه کې ویلو ته حاجت هم نشته چې په تیرو پنځوسو کلونو کې یو حکومت هم پر ټولې خاروی باندی قابظ او حاکم نه دی پاتی شوی خو اوسنی حکومت دافغانستان پر ټولې خاروې باندی حاکم دی او حکم یې چلیږي .
دوهم شرط چې درسمیت پیېژندنې لپاره ډیر اړین ګڼل کیږي ، په ټول قلمرو کې د امنیت ساتلو وړتیا ده .
په دی برخه کې هم اوسنی حکومت په تیرو پنځو لسیزو کې بی ساری دی . د ۱۳۵۴ کال رایسی چې افغانستان دکورنیو جنګونو او بهرنیو لاسوهنو ښار شو ، تر دی دمه بیا په ټول هیواد کې بشپړ امنیت نه و ټینګ شوی خو نن په ټول افغانستان کې داسی امنیت ټینګ دی چې دسیمې په دیرو هیوادونو کې نه لیدل کیږي .
دریم شرط کورنی مشروعیت دی .
کورنی مشروعیت ، سیستمونو ته په کتو ، توپیرلري .
که چیرې حاکم سیستم جمهوری سیستم وي بیا ټولټاکنې ( انتخابات ) د کورني مشروعیت لومړنی شرط شمیرل کیږي خو په غیر جمهوري سیستمونو کې بیا انتخابات با ټولټاکنې شرط نه ګڼل کیږي . هم دا اوس په لسګونو هسوادونه په نړۍ کې شتون لري چې سیستم یې جمهوری نه دی او انتخابات پکې نه کیږي خو د نړۍ له خوا په رسمیت پیژندل شوي دي او ټولې دنیا سره رسمي اړیکې لري . دا سمه ده چې په تیر یو نیم کال کې په افغانستان کې انتخابات نه دي شوي ځکه چې سیستم تر دی دمه امارتي سیستم دی خو داسی کوم دلیل نشته چې دافغانستان ولس له خوا د نظام او حکومت دنه منلو ثبوت ولري بلکې امنیت او پر قلمرو باندی د حکومت حاکمیت پخپله ښيی چې خلک د حکومت پر خلاف نه دي ولاړ.
اساسی قانون ځکه درسميت پیژندنې شرط بلل کیږي چې په یو ملک کې قانون حاکم وي او خلک له خپلو حقونو برخمن وي .
اسلامي امارت سره له دی چې پر نویو قوانینو باندې کار کوي ، دی لپاره چې په ملک کې دقانون د حاکمیت خلا رامنځته نه شي ، تیر قوانین یې په دی شرط نافذ بللی دي چې د اسلام له دین سره مخالفت ونلري .
په دی توګه وینو چې قانون هم په افغانستان کې شته او پلی کیږي . دقانون پلی کیدا هم په تیرو پنځوسو کلونو کې ساری نلری ځکه چې په تیرو حکومتونو کې قوانین یوازی دکاغذ پرمخ موجود و خو نن قانون دافغانستان پا ګوټ کوټ کې یوشان پلی کیږ ي .
یادو مسلو ته په کتو ، افغانستان حکومت د (دژور) په رسمیت پیژندنې شرایط یې هم بشپړ کړي دي ( حال داچې ډیر هیوادونه داسی شرایط نلري خو په رسمیت پیژندل شوي دي )
انصاف خو دا دی چې افغانستان د مولوی صاحب عبدالکبیر په وینا بی له ځنډه په رسمیت وپیژندل شي ځکه چې داسی شرط نه دی پاتی چې افغانستان یې نه وي پوره کړی . دا چې ځینې هیوادونه او یا اشخاص د رسمیت پیژندنې لپاره ځینې نور شرایط مخی ته کوي ، نه قانوني بڼه لري او نه هم دنړیوالو معیارونو سره برابر دي.
افغان حکومت له پورتنیو شرایطو سره سره ، هغه ژمنې هم په بشپړه توګه عملي کړي دي چې د دوحې په توافقاتو کې راغلی دي .
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی چې پخپله د خبرو اترو له لارې دافغانستان دمسلې حل غواړي ، باید دافغانستان درسمیت پیژندنې لپاره خبرې اترې زر پیل کړي تر څو په ټولو برخو کې یوې نتیجې ته د رسیدو دروازې خلاصې شي .