افغانستانگزارش ها

اسلامي امارت: پر الالقصى جومات باندې د اسراییلي ځواکونو بريد غندو.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د فلسطین هيواد پر الالقصى جومات باندې د اسراییلي ځواکونو بريد په کلکو ټکو وغانده او دايي د اسلامي اوانساني ارزښتونو نه ښکاره سرغړونه بوللې ده.

توانا خبري اژانس وري17، د راپورونو له مخې، د اسراییلي ځواکونو په برید کې، شاوخوا 100 تنه بى ګناه فلسطينيان ټپيان شوي او 400 نور د دغه ځواکونو په لاس نيول شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت، د بهرنیو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د يادو ځواکونو له خوا فلسطيني بيګانه وګړو سره دغه ډول کړنې او د سپيڅلو ځايونو بي حرمتي، له نړيوالو، اسلامي او انساني قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده، ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوى ده، چي د نړۍ د مسلمانانو د احساساتو د راپارولو سبب ګرځي.

د يادونې وړ ده چې، پدې وروستیو کې ګڼ شمېر عربي هيوادنو له اسراییلو سره ډيپلماټيکي اړيکي جوړي کړي، او پاکستان هيواد هم ورسره سوداګريزه راکړه درکړه پيل کړي ده.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button