د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بنګلدېش ملي لوبډلې ته 142 منډو په توپیر ماتې ورکړه
توانا خبري اژانس د چنګاښ 17، د افغانستان او بنګله دېش تر منځ په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته په پنځوس اورونو کې ۳۳۲ منډو هدف وټاکه.
د بنګلادیش هيواد ملي لوبډلې و کولاى شو چې له ټاکل شوې هدف نه په 43.2 اورونو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو 189 منډي پوره کړي، چې لدي سره افغان لوبډله وتوانېدله 2 پر صفر د بنګلادیش ټيم نه مخکې والى ترلاسه کړي.
همداراز رحمان الله ګربز لومړنۍ لوبغاړى شو چي پدي سريز کي يې سليزه پوره کړي ده
د يادونې وړ ده چې دا لومړۍ ځل د چي افغان ملي لوبډلې و کولاى شو چې د خپل کوربه هېواد بنګلديش ته په کوردننه ماتي ورکړي او لوبلړي ترينه وګټي.
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس