
هندي چارواکو په هېواد کې دننه د بیو ګرانېدو کنټرول په موخه د غیر باسمتي سپینو وریجو پر صادرولو بندیز لګولی.
توانا خبري اژانس د چنګاښ 30، د ګڼو بارانونو له کبله په هند کې د شولو کروندو ته زیان رسېدلی او په تېرو ۱۲ میاشتو کې د وریجو بیې ۱۱ سلنه لوړې شوې دي.
د هند پيرودونکو چارو وزارت چې دغه نوی بندیز یې اعلان کړی وايي، سپینې غیر باسمتي وریجې د هند وریجو ټولټال صادراتو څلورمه برخه جوړوي.
روانه اونۍ روسیه له اوکرایین سره د غلې خوندي لېږد، رالېږد له یوې هوکړې په شا شوه، چې له کبله یې د خوړو بیو زیاتېدو اندېښنې لا زیاتې شوې دي.
هند چې په نړۍ کې د وریجو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی او په دې برخه کې یې ونډه ۴۰ سلنې ته رسېږي.
شنونکي وايي، له دې بندیز سره به په نړۍ کې د خوراکي توکو بیو کې لوړوالی راتلای شي.
د يادونې وړ ده چې د هند پر حکومت د راتلونکي کال له ټولټاکنو مخکې د خوراکي توکو بیو لوړوالي له کبله سیاسي فشار هم ډېر شوی. په راتلونکو میاشتو کې د هند په ځینو ایالتونو کې هم ټاکنې ترسره کېږي.
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس