پر اتباعو (رعیت) باندې د دولت حقونه، یو له ډیرو مهمو مباحثو څخه دی چې په لومړي سر کې ورته اسماني ادیانو حدود ټاکلي دي، بیا وروسته په بشري وضع شويو قوانینو کې هم یو مهم او لوی بحث ګرځیدلی دی.دغه حدودو تر هغه پورې چې د اسلام تر پیله کوم تدوین شوی او ترتیب شوی چوکاټ نه درلود خو داسلام دین ورته ټاکلي حدود، واکونه او دندې وټاکلې.داسلام تر بشپړیدا را وروسته چې اسلامي تمدن کرار کرار اروپا ته ورسید او د رسانس دوره پیل شوه، په اروپا کې هم سوکه سوکه د دولتونو او اتباعو تر منځ حقوقي او قانوني اړیکو، خپل ځای پیدا کړ او تدوین شوې.وړاندې تر دې چې په نیغه توګه د حکومت واکونو ته راشو، یوه یادونه اړینه بولو هغه دا چې دولتونه ولې رامنځته کیږي؟یو شمیر فیلسوفان د دولت له رامنځته کیدو سره مخالف وو. دوی پر دې مسئلې باندې ټینګار کاوه چې انسانان باید په خپله اخلاقي حدود په پام کې ونیسي او دې ته زمینه برابره نه کړي چې د قهریه قوې مداخلې ته اړتیا پیښه شي، خو د اسلام دین پر نظام جوړولو او حاکمیت رامنځته کولو ټینګار درلود .وروسته بیا د بشري ټولنې د ودې او پراختیا په بهیر کې د حاکمیت درامنځته کیدو مخالفین ډیر کم شول او ورو ورو د حکومت د نه جوړولو مفکوره پای ته ورسیده.د دولت تعریف :دولت یا حاکمیت هغه نظام دی چې د یو هیواد یا یوې ټولنې د ادارې او تنظیم لپاره رامنځته کیږي، داسې یوه وسیله ده چې د هغې پر مټ د دولت سیاستونه پلي کیږي.دولت داسې یو سیستم دی چې د ټولنې او ټولنیزو اړیکو او نظم ساتنې لپاره له اجبار او قوت څخه سمه او قانوني استفاده کوي.له پورتنیو جملو څخه څرګندیږي دولت په یو هیواد کې تر ټولو لوړ او د ځانګړو واکونو لرونکی سیستم دی.په دې توګه ویلی شو چې دولت د خلکو لپاره د هوساینې لپاره رامنځته کیږي تر څو یو څوک بل چاته ناحقه مزاحمت ونه کړي، لکه څنګه چې ملت پر دولت حق لري همداراز دولت پر ملت حق لري.دولت پر خپل ملت باندې ګڼ شمېر حقوق لري چې د ټولنې د نظم ساتلو لپاره د قانوني واکونو په چوکاټ کې تنظیم شوي دي . دلته د دولتونو څو مهمو حقونو ته په لنډه توګه اشاره کوو:ـ اطاعت :دټولنې هر وګړی مکلف دی چې د دولت اطاعت وکړي. دټولنې او هیواد هرغړی پر دې مکلف دی چې د دولت تابعدار وي. د تابعت تذکرې اخیستل پخپله همدا معنی لري چې یو کس ژمنه کوي تر څو د دولت متابعت وکړي ځکه ورته تبعه یا اتباع وایی.د تابعت اصل یو اسلامي اصل دی چې بیا وروسته په نورو قوانینو کې هم کاپي شوی او عملي کیږي. اسلام دحاکمیت او وګړو تر منځ د بیعت اصل ټاکلی دی، کله چې خلک خپل امیر ته بیعت کوي له هغې شیبی نه وروسته د امیر د هغو احکامو منل واجبیږي چې د اسلام له اصولو سره سم وي.قوانین او فرامین :دولت د قانون جوړولو واک لري او هغه قانون چې د دولت لخوا جوړیږي، پر ټولو اتباعو باندې یو شان د تطبیق وړ دي. معنی یې دا ده چې دولت دانسانانو تر منځ د ټولنیز اړیکو د تنظیم لپاره کړنلارې ټاکي او نور مکلف دي چې هغه رعایت کړي.دغه راز ځیني اوقات داسې یو حالت رامنځته کیږي چې سابقه ونلري او په تدوین شویو قوانینو کې نه وي تشریح شوی او یا هم دقانون د ښه پلی کیدو لپاره فرمانونه صادریږي.دقانون تطبیق ( پلي کول):دولت دقانون دپلي کولو واک هم لري. کله چې قانون جوړیږي او ټولو اتباعو ته اعلانیږي، دقانون د عملي کیدو پړاو پیلیږي او خلک پردې باندې مکلف کیږي چې هغه رعایت کړي، د مثال په توګه که چیرې د ترافیکو نوي قانون سره سم د موټرو اسناد هر کال نوي شي، له هماغې شیبې څخه د موټرو مالکان مکلف دي چې د یو کال په تیریدو سره دخپلو موټرو اسناد نوي کري، د ترافیکو ریاست خپل څارونکي مؤظف ګرځوي چې د موټرو اسناد چک کړي.قضا او جزا :هر دولت ځانته قضائیه سیستم لري چې له قانون څخه سر غړوونکي او مجرمان د هغې له حکم سره سم مجازات کیږي .قضائیه سیستم د قوانینو پر بنا باندې مجرمینو ته سزا ګانې ټاکي او ټاکل شوې سزا ګانې پر هر محکوم باندې تطبیقیږي.قضائیه قوې د اعدام تر پولې پورې واک لري او که څوک د دې قوې له خوا په اعدام باندې محکوم شي، حکم پر پلې کیږي.دولت د قضائیه قوې له ادرسه دا صلاحیت لري چې په ټولنه کې د عدالت او نظم د ټینګښت لپاره ځینو ته سختې سزا ګانې ورکړي.اجرائي چارې:هر دولت حق لري چې ټولې اجرائي چارې تنظیم کړي. په ټولنه کې د قانون له پلی کیدو رانیولې تر نورو برخو پورې اجرا کوونکي قوتونه ضروري دي. دولت په هره برخه کې اجرا کوونکي ادارې او قوتونه رامنځته کوي .ځینو ارګانونو ته قهریه قوې ویل کیږي. دا هغه ادارې او قوتونه دي چې قانون او احکام پلې کوي .پولیس ، څارنوالی ، اردو او داسی نور په قهریه قواو کې راځي خو په نورو برخو کې هم اجرائي قوې موجودې وي. دبیلګې په توګه د ښوونې او روزنې د تنظیم او تطبیق لپاره د معارف وزارت ، د ښاري نظم لپاره ښاروالی او…………استازیتوب:دولت په ملي او نړیواله کچه د خپل هیواد د ټولو اتباعو استازیتوب کوي او دغه استازیتوب د لوړ صلاحیت استازیتوب دی.دولت د سولې، جګړې، نړیوالو اړیکو او نورو چارو د تنظیم صلاحیت لري او په یادو برخو کې هر تصمیم یې باید د خلکو له خوا عملي شي.