په تیره میاشت کې دوو تنو افغانانو په پاکستان کې ځانوژنه کړې او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
یو یې د یو هوتل له شپږم پوړ څخه ځان لاندی خطا کړی او بل یې دخلکو پر وړاندې ځانوژنه کړې ده .
په پاکستان کې افغان کډوالو په یوه اعتراضي غونډه کې ادعا کړې چې د افغان کډوالو په منځ کې د ځانوژنې وروستۍ پېښې د ملګرو ملتونو سازمان د کم کارۍ له امله دي.
پاکستان کې د میشتو افغانانو له ادعا سره سم یادو افغانانو د اقتصادي ستونزو، د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند او بې برخلیکۍ د فشارونو له امله ځانوژنه کړې ده.
په پاکستان کې څو کته ګورۍ افغانان ژوند کوي .
یوه کته ګوري هغه خلک دي چې دشوروی اتحاد دیرغل په پایله کې هلته کډوال شوي دي او تر دی دمه دکار و بارپه وجه هلته پاتی شوي دي .
بله ډله هغه خلک دي چې د ناتو او امریکي د اشغال او حضور پر مهال ، خپل وطن پریښودو ته اړ شوي دي . دغه افغانان هم هلته په زدکړو ، کار او نورو کارونو بوخت دي خو هغه افغانان چې د اسلامي امارت تر راتلو وروسته د بهرنیانو له خوا تیر ایستل شوي دي او خارج ته د تلو په نیت پاکستان کې میشت شوي دي ، تر روحي فشارونو لاندی دي ځکه چې نه کار و بار لري او نه هم کوم خاص عاید او نه هم روښانه برخلیک .
کله چې په افغانستان کې د بهرنیانو حضور او اشغال پای ته ورسید ، ځینو هیوادونو چې د کار او مزدورۍ لپاره ځوان بشري قوې ته اړتیا لرله ، له دی موقع څخه په استفادې داسې اوازې خپرې کړې چې ګنی اسلامي امارت به له خپلو مخالفینو غچ واخلي ځکه دوی هغو افغانانو ته پناه او بشري ویزې ورکوي چې له خطرونو سره مخامخ وي . په سر کې یوشمیر افغانان یې وویستل او په بیلابیلو هیوادونو کې یې ځای پرځای کړل چې تر دی دمه بې برخلیک پاتی دي .
خو لږ وروسته چې ټولو ته د افغانستان د اسلامي امارت د عفوې فرمان دپلي کیدو حقیقت څرګند شو او هر چاته معلومه شوه چې ټول افغانان په خپل هیواد افغانستان کې خوندي دي ، دپناه ورکولو پلمه کمزورې شوه . له بله پلوه هغه هیوادونه چې افغانان یې د مزدورۍ او درنو کارونو لپاره منل ، له دی بهیر څخه یې مخالفه نتیجه تر لاسه کړه په دی مانا چې اکثر افغانان په بهرنیو ملکونو کې د کار او مزدورۍ پر ځای دسوسیال مرستو ته کښیناستل .
په دی توګه د پناه ورکولو بهیر سوکه شو او ګاونډیو هیوادونو ته تللي افغانان ، د بې سرنوشتۍ سره لاس او ګریوان شول.
د دی په خوا کې د پاکستان د پولیسو بد او غیر انساني چلند یو بل څوروونکي حالت رامنځته کړ . دپاکستان پولیس په پرله پسې توګه بې ګناه افغانان نیسي ، بندیانوي او له پولې دیخواته را شړي . یاد هیواد له دی سیاست نه دوه ډوله استفاده کوي :
لومړی دملګرو ملتونو د کډوالو اداره یا (یو ـان ـ ایچ ره سی ـ ار) مجبوري تر څو د افغان کډوالو له درکه پاکستان سره نورې مالي مرستې وکړي. دوهم داچې پر افغان حکومت باندې فشارونه ډیر کړي تر څو خپلو نا روا غوښتنو ته د رسیدو زمینه برابره کړي .
د یادو ناوړه سیاستونو ټول بوج پر هغو افغانانو باندی راځي چې په پاکستان غوندی هیواد کې ، بهر ته دتلو په هیله شپې سبا کوي او د هوتلونو او کورونو ، لوړې کرایې پرې کوي.
اوس قضاوت پر تاسو ایا دننه افغانستان کې د کوم مدني فعال ، خبریال ، پخواني پوځي ، یا دپوهنتون استاد ژوند په خطر کې دی که په پاکستان غوندي هیواد کې چې د خپلو ناروا ګټو په لټه کې له هیڅ ډول ظلم او تیري نه لاس نه اخلي ؟
دلته په خپل هیواد کې ارامه او خوندي ژوند ښه دی که هلته د پولیسو له ازار او بې سرنوشتۍ له لاسه ځانوژنه ؟
هیڅ هیواد او هیڅ خاوره د خپل وطن او خاورې په اندازه خوند او سکون نلري .
وږی تږی پروت پخپله بوریا ښه وي
نه دتخت دپاسه ناست په بل کره