دبشري مرستو کمیدل دیو بل واقعیت څرګند ثبوت
د خوړو نړیواله د یوې خبرتیا په ترڅ کې ویلي دي چې افغانستان کې ۲ میلیونو نورو اړمنو خلکو سره خوراکي مرستې بندويد خوړو نړیوال سازمان وايي، د بودیجې د سخت کمښت له امله به روانه میاشت په افغانستان کې ۲ میلیونو نورو اړمنو کسانو سره خوراکي مرستې بندې کړي.له دې سره د هغو اړمنو کسانو شمېر چې دغه نړیوال خیریه بنسټ پرې خوراکي مرستې بندې کړي، لس میلیونو کسانو ته ورسېد.د خوړو نړیوال سازمان وایی د خپلو خیریه چارو د پر مخ وړلو لپاره یو میلیارد ډالر بودیجوي کسر سره مخامخ دی.دنړیوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په منځنۍ کچه د کورنیو ۸۸ سلنه عايد پر خوراکي توکو لګول کېږي، ځکه ۹۲ سلنه افغانان په کافي اندازه خوراکي توکي نشي خوړلی.کله چې له افغانانو سره د بشري مرستو مسله یادیږي او بیا دغه مسله ، لانجمنه کیږي ، د دی ستونزې اصلي لامل باید په ګوته شي . افغانستان تر دې وړاندې په دی لویه کچه بشري مرستو ته اړتیا نه لرله . که څه هم چې یو بیوزلی هیواد و خو دبیوزلۍ کچه یا دهغو اړمنو افغانانو کچه دومره نه وه چې اوس ښودل کیږي .بل لورته د جمهوریت سقوط او داسلامي امارت راتګ داسی یوه پیښه نه وه چې پکې عامه شتمنۍ لوټې شي او یا داچې اقتصادي تاسیسات زیان ومومي . د ا.ا.ا. سرتیرو په خورا تدبیر سره د ولایتونو مرکزونه او کابل ښآر تر خپلې ولقې لاندی راوست او د یوې اونۍ په تیریدو سره ، ټولې دولتې ادارې بیرته قعالې شوې .یواځینی لامل چې دافغانستان پر اقتصاد باندی سخته ناوړه اغیزه وکړه ، په بهرنې بانګونو کې د افغانستان د ۹ اعشاریه ۵ ملیاردو ډالرو کنګل کیدل وو چې له بده مرغه تر دی دمه دغه ستونزه نه ده حل شوې .دافغانستان پر بانکي سیستم باندی داسې فشارونه وارد شول چې که چیرې د اافغانستان د نوي حکومت نوي بانکي تدابیر نه وای نو ټول بانکونه به هم تړل شوی وای .بانکي معاملې له ستونزو سره مخامخې شوې او د افغانستان دملت پیسې په بهرني بانکونو کې منجمدې پاتې شوې . ترانزیتي لارې یو دم وتړل شوې او افغانستان سره کیدونکي نقدي مرستې ټولې ودریدلې .هماغه و چې بشري مرستو ته اړیتا ډیره شوه .افغان حکومت دبشري مرستو په ویش او اندازه کې له هر راز مداخلې لاس واخیست تر څو ځینو مغرضو کړیو ته د منفي تبلیغاتو زمینې برابرې نه شي . دخوړو نړیوال سازمان دخپلو سروې ګانو له مخې ، دافغانستان د بېوزلو خلکو اړتیا ته په کتو ، له مرسته کوونکو هیوادونو څخه خپله بودجه تمویلوله خو له بده مرغه چې هر یو مرسته کوونکی هیواد ، دبشري مرستو څخه هم د سیاسی استفادې اراده لرله . دوی غوښتل چې دافغانستان حکومت د دوی دبشري مرستو په بدل کې ، ناروا فرمایشات یې هم ومني خو دافغانستان حکومت ، تیرو تاریخي تجربو ته په کتو ، داسې یو سیاست غوره کړ چې د بېطرفۍ او ملي ګټو په اډانه کې ، له ټولو سره یو شان اړیکې ولري . ځکه ځینو مغرضو هیوادونو تصمیم ونیو چې خپلې بشري مرستې هم کمې کړي تر څو له دې لارې پر افغان حکومت باندی فشارونه ډیر کړي افغان حکومت ، د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې او نړیوالې پانګونې او سوداګرۍ د ورجلبولو هڅې یې ګړندۍ کړي دي تر څو دی مسلې ته یوه بنسټیزه حل لاره پیدا شي .خو د بشري مرستو د کمیدو مقصر هغه هیوادونه دي چې د سیاسي ملحوظاتو لپاره بشري مرستې کموي . هغوی غواړي د بشري مرستو تر سر لیک لاندی ، افغانستان کې خپلې سیاسي او استخباراتي لوبې وکړي خو کله چې ویني دی موځې ته رسیدل ګران دي، بیا بشرې مرستې محدودوي .افغانان او ټول بشریت باید د بشر د حقونو مدعیان ښه و پیژني او وګوري چې د دوی په اصطلاح بشري مرستې څه دول ابعاد او اړخونه لري .