د مسکو فارمټ غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي دي چې ، په تېرو ۴۵ کلونو کې د نا تعریف شوي همه شمولیت په څېر هېڅ بهرنۍ نسخې د افغاستان ستونزې نه دي حل کړې.امیر خان متقي وویل له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیانو هیله لري لکه نورو ته چې دوی د حکومتوالۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوي، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای ، له حکومت سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي.د مولوي امیر خان متقي یادې څرګندونې ، دافغانستان د یو تاریخي واقعیت انځور او د یوې علمي طرحې اډانه ده .په ۱۳۵۸ کال کې چې د شوروي اتحاد له خوا د داوود خان حکومت دیوې پوځي کودتا په پایله کې نسکور شو ، د خلق او پرچم د ډلو تر منځ حکومت وویشل شو .شوروي اتحاد هغه مهال په افغانستان کې یو دوه سری ایتلافي حکومت رامنځته کړ تر څو د اړتیا په صورت کې یو دبل پر وړاندی استعمال کړي . لکه چې ولیدل شول کله د خلق ډله د پرچم پر خلاف او کله هم د پرچم ډله د خلق پر خلاف د شوروي اتحاد له خوا وکارول شوه . تره کی د امین پر خلاف امین د ترکی پر خلاف کارمل د امین پر خلاف او نجیب د کارمل پر خلاف استعمال شول تر څو چې هغه رژیم ړنګ شو.دمجاهدینو ایتلافي حکومت هم ځکه دوام ونکړ چې د دفاع وزیر او لومړي وزیر قوتونه یو دبل پر وړاندی جنګیدل او هر یو د یو هیواد له خوا حمایه کیده.دبهرنیو نسخه او د قومونو تر منځ د واک ویش ، د دی لامل شو چې د مجاهدینو خپلمنځی جګړو ، یوازی په کابل کې ۶۰۰۰۰ بیګناه افغانان په خپلو کورونو کې په شهادت ورسیږي.کله چې پر افغانستان د امریکې او ناتو دیرغ ل په پایله کې د جمهوریت په نامه یو بل ایتلافي او په اصطلاح ټولګډونی حکومت رامنځته شو،افغانستان د ژبې ، سمت ، قوم او سیاسي ډلو په نامه د قدرت پر بیلابیلو حوزو باندی وویشل شو.په یو ولایت کې د یوې ډلې او بل ولایت کې دبلې ډلې حاکمیت ټینګ شو او دملوک الطوایفي په څیر یو حکومت د جمهوري نظام تر سرلیک لاندی راجوړ شو.یاد حکومت تر دی حده بې ماهیته او بې واکه حکوت وو چې د جمهور رییس امر د ارګ په پنځه سوه مترۍ کې داجرایې په ریاست کې نه چلیده او د اجرایی رییس پر حکم باندی وزیرانو ملندی وهلې .مونږ د داسې پیښې شاهدان هم وو چې د جمهور رییس په حکم باندی یو شخص په یو ولایت کې د امنیې قومندان په توګه مقرر شو خو د هغه ولایت والی ورسره مخالف وکړ او پوځی نښته رامنځته شوه .داسی یوه پیښه هم وه چې د جمهور رییس پوځی مرستیال پر یو سپین ؤیری شخص باندی تیری وکړ خو قانون او محاکم دومره کمزوری ول چې د دی جنایت پوښتنه هم ونه شوه .په واک کې شریک هره قومي او سیاسي ډله ځانته د بد معاشانو ، بلوا ګرو او اختطاف کوونکو یوه ډله هم لرله تر څو نور خلک او خپل سیالان ورباندی وډار کړي .خارجیان ځکه ورته خوشحاله ول چې هر ډله ، یو هیواد پورې مربوطه وه او هغه هیواد ته یې نوکري کوله .اوس هم ځینې هیوادونه چې غواړي په افغانستان کې خآنته خاصې ډلې ولري ، دټولګډونی حکومت تر سرلیک لاندی غواړي چې هماغه زړه او بې کار نسخه په افغانستان کې پلی کړي .خو واقعیت دا دی چې د اوسني حکومت استحکام او دوام لامل دا دی چې واک دبیلا بیلو ډلو تر منځ نه دی ویشل شوی او یوه اداره واکمنه ده .په موجوده حکومت کې د اقتدار قومي ، سمتي او سیاسي ویش نشته ځکه خو د نړۍ ځینې هیوادونه چې نه شي کولی دننه حکومت کې نفوذ وکړي ، په دی توګه غواړی یوځلې بیا په افغانستان کې دتیر په څیر یو ویشلی او بې واکه حکومت رامنځته شي خو دافغانستان ولس نور راویښ شوی دی او د پردیو په توطیو باندی نه غولیږي .په افغانستان کې یو واحد اومرکزی حکومت چې پر ټولې خاورې باندې حاکم وي ، یوازی د حکومت نه بلکې دټولو افغانانو شریکه غوښتنه ده .