افغانستانگزارش ها

رښتینی داعش او خیالي داعش

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل تازه ریپوټ کې ویلي دي چې ګنې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش په نامه د وسله والې ډلې وړتیاوې او بریدونه ډېر شوي دي.د ا.ا.ا. ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په دې تړاو د وړاندې شوي ریپوټ محتوا بې بنسټه تورون” بللي‌.دا.ا.ا. وایی په داسې حال کې چې په دې ډول مسایلو کې د شفافې ښکېلتیا غوښتنه کوي، څرګندوي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان امنيتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلهاوو مستقل عملیات شوي چې هم پکې وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې”.هغه پوښتنه چې په دی تړاو را پورته کیږي دا ده چې رښتینی داعش څومره په افغانستان کې شتون او فعالیت لري او خیالي دعش ولی په ذهنونو کې انګازی اچوي؟تر هغه ځایه چې د رښتیني داعش مسله ده په تیرو دوو کلونو کې یوازی څو محدود بریدونه هغه هم د اسلامي امارت د واکنۍ په لومړي کال کې تر سره شوي دي . په تیر یو کال کې دامنیتي ځواکونو له خوا د دی خوارجي ډلې څو پتنځایونه په نښه شوي او له منځه تللی دي بې له دی چې کوم پوځی حرکت او فعالیت وکړي .خلک دخپل حکومت سره په پوره همغږۍ ، د هر راز احتمالي تحرکاتو په اړه ، امنیتي ځواکونو ته خبر ورکوي او امنیتي ځواکونه هم د خپلې پاکې عقیدې پر بنسټ دهر راز توطیې په شنډولو کې برخه اخلي .داخبره ټولې دنیا ته واضحه ده چې په افغانستان کې موجود پخوانی داعش ، د اسلامي امارت په راتلو سره خپل پوځی توان له لاسه ورکړی دی . هغه داعش چې د افغانستان په ختیځ ، شمال او لویدیځ کې پیاوړې اډې لرلې او دافغانستان د ځمکې یوه برخه یې د جمهوریت پر مهال په خپل ولقه کې ساتله ، اوس نه فزیکي شتون لري او نه هم د جګړې او عملیاتو توان . خپله ملګري ملتونه او دامرکی هیواد هم پر دی باندی اعتراف کړی چې القاعده او داعش نور په افغانستان عملي ګواښ نه بلل کیږي خو اوس چې د ملګرو ملتونو مرستیال داسی یو ریپوټ وړاندی کوي ، دوه قوی احتمالات د ارزونی وړ دي :لومړی داچې دملګرو ملتونو دغه مامور دنورو ډلو او یا ټپلو د ناسمو او غرضي معلوماتو له مخې ریپوټ چمتو کړی وي بې له دی چې ځمکني واقعیتونو ته پاملرنه وکړي .دوهم دا چې دوی داعش ته ارزښټ ورکوي تر څو پر افغان حکومت باندی ذهني فشارونه ډیر کړي او خپلې غوښټنې ورباندی ومني.داخبره خو باید ملګرو ملتونو ته جوته شوې وي چې د افغانستان حکومت دچا د تبلیغاتو تر اثر لاندی نه راځي خو که چیرې د ناپوهۍ او ناسمو معلوماتو ښکار شوي وي ، دحل لاره یې دا ده چې افغانستان ته د افغان حکومت په اجازې یو حقیقت موندونکی پلاوی را ولیږي تر څو حقایق له نږدی وګوری او وڅاري .مهمه یادونه دا ده چې د ناسمو ریپوټونو را ټولول او بیا دناسمو ریپوټونو پر ینسټ ، دحقایقو تحریف ، د ملګرو ملتونو نړیوال اعتبار ته هم زیان اړوي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button