روان بشري جنایت او دنړۍ مسوولیت
د غزې پر مظلوم ولس باندې روانه بمباري او دروند ځمکنی یرغل ، که له یوې خوا د ملسماناو پر خاورې او پر مینې باندې د کفارو یرغل دی ، له بله پلوه د نړیوالو قوانینو له مخې ، ښکار او انکار نه منونکی جنګی جنایت دی. که چیرې د جنګي جنایت تعریف او بیلګو ته ورشو نو په ښکاره معلومیږي چې د فلسطین پر مسلمانانو باندی روان ناتار، له ټولو نړیوالو قوانینو سر غړونه او جنګي جنایت دی .
د ملکي وګړو په وړاندې جنګي جرمونه ، د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د روم د اساسي قانون په اتمه ماده کې او د 1949 د جنیوا کنوانسیون پر بنسټ داسی تعریف شويدي :
قصدي وژنه، شکنجه یا غیر انساني چلند، بیولوژیکي تجربې ، هغه څه چې د سخت درد یا جدي ټپي کیدو سبب ګرځي. د افرادو بدن یا روغتیا ته زیان اړول ، په لویه پیمانه د ملکیت ویجاړول او ضبط کول چې په غیرقانوني او تعصب سره ترسره کیږي او د نظامي اړتیا له امله توجیه کیدی نشي، د جنګي بندیانو یا نورو خوندي اشخاصو مجبورول چې د ځواکونو په لیکو کې خدمت وکړي. په قصدي توګه د عالانه او قانونې محکمې څخه د جنګی بندیانو محرومول، غیرقانوني اخراج یا لیږد یا غیرقانوني زندان، یرغمل کول .
همدارنګه، په قصدي توګه پر ملکي وګړو او ملکي اهدافو لکه ښارونو، کلیو، ښوونځیو، روغتونونو، تاریخي اثارو او هر هغه ځای چې نظامي هدف نه ګڼل کېږي، د جنګي جنایتونو بېلګې دي.
د جنګي جرمونو بله بېلګه د زهرجنو وسلو او وژونکو او زهرجنو ګازونو یا مایعاتو کارول دي. د خلکو کرامت او عزت ته سخته سپکاوی، په ځانګړې توګه د سپکاوي او سپکاوي چلندونه، همدارنګه د جنسي تیري، جنسي غلامي، جبري فحاشي، جبري حمل، جبري نسب یا بل ډول جنسي تاوتریخوالی چې د جینوا د کنوانسیون له احکامو څخه سرغړونه ده. همدارنګه د ۱۵ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو استخدام او بلنه ورکول چې په ډلو یا وسله والو ځواکونو کې خدمت وکړي یا په جګړه کې د فعال ګډون لپاره وکاروي هم جنګي جرم ګڼل کیږي.
د بشري حقونو د څار اداره د جګړې پر مهال “په قصدي ډول د ملکي وګړو په نښه کول” جنګي جرم ګڼي.
پورتني نړیوالو معتبرو اسنادو ته په کتو ، جوتیږي چې د غزې پر ملکی خلکو ، ماشومانو او ښځو باندی بمبارۍ ، د لارو بندول او تخریبول ، مرستندویو ادارو ته د کار اجازه نه ورکول، پر روغتونونو باندې بمبارۍ ، د فلسطیني ځوانانو نیول او وېژل ، د مخبراتو پری کول او … دجنګي جنایتونو ښکار بیلکې دي .
په دی توګه هغه څوک چې د اسراییلو ملا تړي ، هغه د روان جنګي جنیات یو ښکاره شریکوال دی .
دغه راز هغه څوک چې د اسراییل د روانو جنایتونو غندنه نه کوي او چوپه خوله پاتی کیږي ، هغه هم د دی جنایتونو بل شریک دی.
نن چې د مسلمانانو پر کور باندی د کفارو بی رحمه یرغل روان دی ، د فلسطین ننګه او ملاتړ د هر مسلمان شرعی دنده جوړیږي.
دملګرو ملتونو نړیواله جزایی محکمه چې مقر یې په لاحه کې دی ، دملګرو ملتونو دمنشور له مخې صلاحیت او مسوولیت لري چې د جنګي جنایتونو څیړنه وکړي او اسراییل د لاهې محکمې ته را وکاږي .
دنړی اسلامی هیوادونه باید د ملګرو ملتونو له لارې ، اسراییل نړیوالې جزایي محکمې ور وپیژني .
که چیری ملګري ملتونه دی کار ته نه چمتو کیږي نو مسلمان هیوادونه باید په ډله ییزه توګه دملګرو ملتونو غړیتوب پریږي.