مقاله

سوله له چا سره ؟

دافغانستان داسلامی امارت مرکزی ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد په تازه مرکه کې ویلي دي دافغانستان اسلامی امارت داسې پلان نه لري چې له مخې یې په دغه هېواد کې د سولې او پخلاینې بهیر بېرته پیل شي.
د مجاهد صاحب دی ټکو ته ځینې غبرګونونه او تبصرې هم شوي دي په خاصه توګه دځینو مغرضو رسنیو له خوا داسی تبصرې شوي چې ګنی دافغانستان ا.ا. سولې ته لیوالتیا نلري .
هغوی د دوحې تړون د یو سند او دلیل په توګه یادوي چې د افغانستان .ا.ا. د دوحې په تړون کې دسولې پر څو اړخیزو خبرو توافق او ژمنه کړې ده .
خو په دوحه کې د مذاکراتو مسله هغه مهال مطرح شوه چې حکومت په انزوا کې واقع شوی وو ، بهرنیان له افغانستان څخه دوتلو په حال کې ول او دهغوی لاس کښینولی حکومت په هر لحاط خپل اعتبار له لاسه ورکړی او دبشپړ سقوط په درشل کې و. هغه مهال د افغانستان ملت بې واکه او له قدرت څخه لری پاتی و . دیوې لویې جګړې د رامنځته کیدو خطر موجود و ځکه ټولو اړخونو پر بین الافغانی خبرو اتفاق لاره چې له بهرنیانو پرته افغانان سره کښیني او د افغانستان برخلیک وټاکي خو دمزدور حکومت د مزاحمت له امله دا کار هم ونه شو .
د دوحې تړون په یوه خاصه زمانی مقطع کې لاسلیک شوی چې ځینې مادې یې زمانی قیدونه هم لري . دخبرو اترو زمانی قید پکې معلوم دی او هغه داچې له لاس کښینولي حکومت څخه واک په سوله ییزه توګه ملت ته انتقال شي چې هغه پروسه اوس بشپړه شوې ده .
په هغو هیوادونو کې کې چې جګړې حاکمې وي او په تیره بیا ملت یا دملت یوه مهمه برخه له حکومت څخه ناراضه او عملا د حاکمیت پر خلاف ولاړ وي ، سولې او خبرو اترو له لارې دستونزو پر حل باندی ټینګار کیږي ځکه چې په داسې یو حالت کې جګړه د مشکلاتو د لازیاتیدو او د وینې توییدنې د دوام لامل کیږي . په داسې حالاتو کې د روغې او خبرو اترو طرحې وړاندې کیږي .
په افغانستان کې دوه ځلې دخبرو اترو طرحې وړاندې شوي دي چې یو یې د ژنیو خبرې اترې او بل یې د دوحې خبرې اترې وي .
دژڼیو خبرې هغه مهال مطرح شوې چې شوروي په افغانستان ماته خوړلې وه او د هغوې د لاس کښینولي حکومت دوام نا شونی وو ځکه خو یوې جوړې ته د رسیدو مسله مهمه وه .
ددوحې په خبرو اترو کې هم د بین الافغانی خبرو مسله هغه مهال رامنځته شو چې دناتو پوځیان ووتل او د هغوي په لاس د جوړ شوي حکومت د وام نا شونی وو .
خو اوس مهال نه په افغانستان کې ملي مخالفتونه شته ، نه کوم لاس کښینولي حکومت د سقوط په درشل کې دی او نه هم فرسایشي جګړه روانه ده .
سوله دهغه چا سره نه کیږي چې دملت پیسې ې تښتولی وي بلکې داسې اشخاص باید محاکمې ته را کش شي .
فراری مجرم سره سوله نه بلکې محاسبه په کار ده .
سوله دهغو سره کیږي چې ملت ورسره وي او دهیواد لپاره سیاسی طرحې ولری نه هغه خلک جې د دولت خزانه یې لوټلي وي او له اسراییلو څخه دخپل ملک د ورانولو لپاره مرسته وغواړي .
افغانستان د یو ملي حاکمیت خاوند دی چې دخپل ملت له پياوړي ملاتړ څخه برخمن دی او توانیدلی دی چې بشپړ امنیت او عدالت تامین کړي .
داسی یو نظام سره د سولې پرځای د دبعیت کولو اړتیا ده .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button