په زابل ولایت کې د مسؤلینو او رسنیو د استازو ترمنځ د همږغي ناسته چې د اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري ددې ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس په مشري جوړه شوې وه، چې پرمهال یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس د بیلابیلو رسنیو مسؤلینو او استازو، خبریالانو او د ګڼ شمېر امارتي ادارو ویاندویانو هم شتون درلود.
پیل کې د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس مولوي رحمت الله حماد خبري وکړې زابل کي مېشت خبریالان د نظام له پالیسي سره بلد او په تمامه معنی د نظام ګټو او پالیسي ته ژمن پاتي شوي، څو ورځي وړاندي بادام ګل دودیزه مشاعره تر سره شوه، چې ټولو خبریالانو یې د رسنیز پوښښ لپاره پوره هلي ځلې وکړې او هر خبریال یې خورا ښه انځور وړاندي کړ.
وروسته د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس خبري پیل کړې.
ښاغلي حماس زابل کې د خبریالانو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې خبريالان دې لا نور هم د نظام پالیسۍ ته ژمن پاتي شي او د نظام د کړنو د ښه انځور وړاندي کولو په منظور یې ټینګار وکړ، ښاغلي حماس وويل، د ظرفیت لوړونې سیمینارونه دي ژر تر ژره په لار واچول شي، ترڅو خبریالان پرخپل کار ښه برلاسي شي.