افغانستانخبرها

پکتیا کې ۱۲۸ تنه ځوانان د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

کابل: ۱۴۴۶ د صفر المظفر ۶مه
د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۸ تنه ځوانان د ودانیو برېښنا او موبایل جوړولو حرفو له شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د ولایت مختلفو ادارو مسؤلینو، علمای کرامو او ځایي خلکو حضور درلود؛ د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمد رحیم نصرت په خپلو خبرو کې فارغ شویو زده‌کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېواد په کچه تل هڅه کړې، ترڅو بېکاره ځوانانو ته د کار بازار د اړتیاوو مطابق د زده‌کړو او غوره کاري فرصتونو زمینه برابره او ټولنې ته یې د ماهر او په کار پوه کس په توګه وړاندې کړي.
قاري محمد رحیم نصرت همدارنګه وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن مو ۱۲۸ تنه ځوانان د ودانیو برېښنا او موبایل جوړولو حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته د کار بازار ته د مسلکي کارګر په توګه وړاندې کړل. نوموړي همداراز څرګنده کړه، فارغ شوي زده‌کوونکي باید عملاً د کار بازار کې د خپلو حرفو اړوند؛ خپلو هېوادوالو ته ګټور او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.
ورپسې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر رئیس مولوي محمد جمال جمالي په خپله لنډه وینا کې؛ له دولتي مسئولینو او کارکوونکو وغوښتل، چې د ځوانانو د مسلکي کولو تر څنګ هغوی ته د نېکو اخلاقو او هېواد ته د ژمنتیا روزنه هم ورکړي او په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو هېواد مو په ځان بسیا او په خپلو پښو ودرېږي.
د غونډې په پای کې د EPO همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ په فارغو شویو ځوانانو د اړوندو حرفو د کار وسایل هم ترلاسه کړل.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button