افغانستانگزارش ها

الحاج ملامحمدیونس‌‌اخندزاده‌دکليو بيارغوني اوپراختيا وزارت سرپرست لاسته راوړني

دافغانستان اسلامي امارت په دی میدان کی دخپل وس مطابق خپلي هڅي کړي دي زه به دکليو دبیارغونی وزارت په نمایندګي هغه کړني په لنډه توګه يادي کړم چي داسلام امارت له راتګ څخه وروسته ترسره کړي دي اوجریان لري ياد وزارت دهيواد په لري پرتوسیموکی کلیوالو ته دپاکولو اوبودبرابرولو،دکوچنیوبندونو،پلونو،پلچکونو ،کلیوالي سړکونو او استنادي دیوالونو دجوړولو. پروژه تطبیق او داسي نور دارزښت وړ خدمات وړاندي کړي
له نیکه مرغه دکليو دبیارغونی اوپراختيا وزارت په دی توانیدلی چي دهیواد په بیلابیلو ولایتونوکی مهمي اوحیاتی پراختیاوی پروژی تطبیق کړي چي تفصیل يي په لاندي ډول دي

بدخشان ولایت په واخان ولسوالی کی له بزهای ګنبد څخه دچين هیواد تر پولي پوري د٥٠کلیو متر په اوږدوالي دسړک جوړولو چاري پیل شوي وي چي دغه سړک افغانستان له چین سره نښلوی او زمونږ دهیواد لپاره اقتصادیارزښت لري.

دکلیودبیارغونی اوپراختيا وزارت دغوره مدیریت په پایله کی دیاد سړک لومړنی خامه چاري بشپړي شوي سړک شوي، سړک دچين سرحد سره وصل شوي

دنیمروزدکج ستاربندپروژه د دوه ميليارده افغانيو په ارزښت تطبيقيږي
دابندزراعتی دي، دبریښناتولید ته جوړدی دځمکي لاندي اوبودریچارج لپاره هم دڅښاک داوبو لپاره کاروکوی
دغه بند چي پنځه پنځوس متره لوړوالی لري په اټکلي ډول دیوسل اوڅلویښت. میلیون مترمکعب اوبه زیرمه کوي او دیاد ولایت دلارام،خاشرود،غور،اوچهانسوری ولسوالیو شاوخوا١٤٠٠٠څوارلس زره هکټاره کرنيزه ځمکه خړوبه وي
دادستان بند. د دولس نيم ميليونه ډالروپه ارزښت تطبيقيږي
ياده پروژه دقادس سيند داوبو دمهارولو،دسیلابونو دمخنيوي دچين تازه کولواوهمچنان دقلعه نوښار ته داوبورسول ارزښتناکه ده
کندهار دسپين بولدک که دڅلورو شپږويشت میلیونه ٤٢٦افغانیوپه په ارزښت چیک ډیمونه په دیارلس ولایتونوکی دتیروشاوخوا شپږومیاشتو په موده کي تکمیل شول
دکلیوالی اوبورسولوپروژه دهیواد په (34)ولایتونو،(۱۴۹)ولسوالیو او (٢٥١)کلیو کی دڅه باندي (١)ميليارده افغانيو په لګښت دیونیسف دفترپه مالی مرسته دپاکواوبورسولو(٢٦٦)پروژه پلي کړي

دکلیوالی سړک جوړولوسره چي دهیوادپه (٢٣)ولایتونو،(٥١)ولسوالیو کي سلګونه کیلومتره فرعي کلیوالي سړکونه ړغول شوي دي
همدارنګه دهیوادپه بیلابیلوولایتونو کی دڅه باندي(٣٨٨)دري سوه اته اتيا کیلو متره په طول سره دکلیوالی سړکونه د رغولو چاري جریان لري.

آمنه الکوزی

 

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنان بخوانید
Close
Back to top button