افغانستانگزارش ها

د لوړو زده‌کړو وزارت کلنې لاسته

د دولت حساب ورکولو برنامه کی دا ځل د لوړو زده‌کړو وزارت په خپل کنفرانس کي د خپل یو کلني لاسته راوړني نن ٤ د اسد څرګنده کړلی .او د دي وزارت د لاسته راوړني په بیلابیلو برخو کي لکه : تحصيلي نصاب ، تحصيلي بودجه ، د پوهنځيو جوړول ، ماستري او ډکټورا برنامو جوړول ياد کړل .

ا.ا.ا په تیرو دري کلونو کې د امیرالمؤمنین ځانګړي پاملرنې په اساس لوړو زده‌کړو وزارت ته جدي پاملرنې کړي او د پوهنتونونو ډیری ستونځي حل کړي دي.

ندا محمد ندیم : د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست په وینا په تیرو دري کلونو کې د پوهنتونونو ستونځي په کافي اندازه حل شوي دي. په تاریخ کی داسی کافی بودجه عالي تحصیلاتو ته نده ورکړل شوی .

هغه زیاته کړه چی هغه استاذان چي ماستري او ډوکټورا کي زده‌کړي کوي د فیس څخه معاف دي او د ژوند معیشتونه يې ورته پوره کوي . او د فوق لیسانس برنامو د جوړولو لپاره کوښښ کوي چي زده‌کړیالان دي ته اړ نشي چي د هیواد څخه بحر ته لاړ شي. د طب پوهنځي ترڅنګ کدري روغتونونه رغوي چي په هرات کې به ډیر نژدی وخت کې افتتاح شي او په کاپيسا، کندهار او نورو پوهنتونونو ته هم کدري روغتونونه جوړوي.

او دا يې زياته کړه چی په خصوصي سکتورونو کي هم په ډیر لوړ کیفیت پوهنتونونه لرو چی خدمات يې د ستايني وړ دي او ځيني پوهنتونونه چي شخصي ګټو ته جوړ شوی هغو باندي يې نظارت پیل کړي دي.

سردار ولي صالحي: د علمي برنامو پراختیا رئیس په خپله وینا کی وویل چی په ١٤٤٥ هجري کال کی ډیری لاسته راوړني شوی چي بیلابیلی برنامی جوړ شوی دی د ډکټورا ١١ برنامی د ماستري ٢٦ برنامی چي د ډکټورا مجموعي برنامی ٢٣ او د ماستري مجموعي برنامی ١٠٨ ته رسیږي او ١٠ خصوصی ماستري برنامی هم جوړ شوي دي. ٦ نړیوال او ٤٠ ملی ژورنالونه جوړ شوی دی چی د استاذانو مقالي پکی خپریږی. اسلامی ثقافت چي پوهنتون شمول کتاب دی ١٠ نور کتابونه ډیر شوي دي.

هغه زیاته کړه چی د تحقیق په برخه کي ١٩٩ تاليفی ، ٢٠٧ څيړنيز ، او ٢١٥ ژباړل شوي علمي آثار بشپړ او همدارنګه ٧٦٩ علمي مقالي په نړیوالو او ٥٣١ مقالي په ملي ژورنالونو کی نشر شوي دي. ٢٠ ستراتیژیک پلانونه او ٦٤ کلني راپورونه وزارت له خوا تایید شوي دي.

او زیاته یې کړه د خصوصی پوهنتونونو د فکري تربيت د صورت‌ او سیرت اصلاح لپاره لوړو زده‌کړو وزارت ١٤٠ بستونه جوړ کړي چي هغه کی علمای کرام وګومارل شول . او په لومړي ځل په خصوصي پوهنتونونو کی د کادري استاذانو دایمي جذب پیل شو .او ویلي شوي چي زده‌کړیالانو ته د کار زمینه برابروي چي ١٣١٧ کارکونکي د آزاد رقابت له لوري خالي بستونو کی وګومارل شول او ٧١١ نور خالي بستونه اعلان شوی دی .

ضیاالله هاشمی : د لوړو وزارت ویاند په وینا د ساینس ،زراعت او انجنيري برخه کي ٧٨ میلیونو په ارزښت کتابونه اخیستل شوی دی او د طبي علومو رشتی علمي کارونو تطبیق پیل شوي دي.

روح‌الله روحاني: د اطلاعاتو ،نشراتو او عامه اړيکو رئیس ویلی په عملي توګه د لابراتوارونو او پراختيا پروژې بشپړ شوی دی .

حفیظه الکوزی

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button