
د آمریکا متحده ایالاتو او روسیي ترمنځ اړیکي په نړیواله توګه یو له مهمو سیاسی مسئلو سخه دی . په نننی نړی کي چي سیاسی او اقتصادی بدلونونه په چټکي سره د بدلون په حال کی دي ،په امنیتی ،اقتصادی او سیاسی مسایلو کي دا دوه هیوادونه د نړی وضعیت په ټینګولو کی خورا تاثیر لری .یو له هغو اړیکو چی تل د پام وړ دی ،هغه د آمریکا متحده ایلاتو او روسیي اړیکی دی .دا دوه هیوادونه د نظامی او اقتصادی قدرت په لردولو سره په ډیریو نړیوالو مسایلو په خاص توګه په امنیتی ،هستهایز او ډیپلوماتیکی برخو کي تاثیر لرونکي دي.د دی دوو هیوادونو آخیری خیري اتري چی سعودی عربو کي ،چی یو له منطقهیی قدرتونو سخه پیژندل کیږي،د دی دوو قدرتونو ترمنځ د پیچلو شخړو حل لپاره وخت برابر کړي .عربستان د استراتیژیکی موقعیت او او نږدی اړیکي چی آمریکا او روسیی سره لری ،کولی شی د یو تاثیرلرونکی مینځګړی په توګه په دی خبرو اترو کې عمل وکړي. دا خبری اتری د اوکراین د شخړو حل او د منځګړو هیوادنو د اړیکو لپاره ترسره شوي.د آمریکا خبری شبکی سی ان ان ریپورټ ورکړ ،د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکوروبیو پس له دی چی دغه ناسته کی کډون وکړ دا یی وویل چی آمریکا او روسیه دي غونډه کی د اوکراین د جګړی پای لپاره په څلورو اوصولو باندی هوکړه وکړه ،د روبیو په وینا دا څلور اوصوله عبارت د له دی :
_ د سفارتخانو خلاصول په یادو پلازمینو کي
_ د یو قوی ټیم انتخاب آمریکا په واسطه د اوکراین جګړی پای لپاره
_ د ژیوپلیتیکی او اقتصادی همکاریو لپاره خبری اتری چی د اکراین جکړی پای آمریکا او روسیی ته برابروی
_ او په پایله کی هغه کسان چی په ننی خبرو اترو کي کډون لروده د پرمختګ متعهد دي .
د آمریکا لومړنی مقامونو دروسیی استازو سره پس له خبرو اترو اعلان وکړ چی ټولی خوا باید د اوکراین د دری کانی جګړی په پای کي امتیازونه ورکړی .مارکوروبیو د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر پس له خبرو اترو په ریاض کې وویل : نن لومړنی پل د یو اوږد او سخت سفر مګر ډیر مهم کیښودل شو او دونالد ترامپ د آمریکا ولسمشر غواړي چې په چټکی سره د جګړی پای ته اقدام وکړی او موخه یې عادلانه او تل پاتي توافق لاسته راوړل دي .
په داسی کې چې اوکراین او اروپایی متحدین د اوکراین جګړی پای کوښښ د آمریکا په رهبری ډیر تشیویشونه لري .
روبیو واضع کړه، موخه یی لاسرسی داسی توافق ده دی چې ټولو خواوو ته د قبول وړ وکرځی او چی اوکراین اروپا او روسیی شامل دي.
د دونالد ترامپ دوم هیواد د بهرنیو چارو وزیر وویل : د دی جګړی په پای کې به ډیر ښه فرصتونه به آمریکا او روسیی ته جوړ شی . ( د ژیوپلیتیکی او اقتصادی له لوری روسان کولی شی شریک شي.
د روسیی سرچینو په وینا د دی غونډی اصلی موخه د واشنګټن او مسکو اړیکی جوړول دي .په دی خبرو اترو کې د دونالد ترامپ او ولادیمیر پوتین د لیدلو احتمال وکړری چې د اوکراین د سولی په هکله خبری اتری وکړی .
د روسیی د بهرنیو چارو وزارت د اعلان په مطابق دا لیدنه د اوکرایند جګړی حل لپاره یو پیل دي .
په داسی حال ګې چې ترسو د دی غونډي نیټه نده معلومه.
په دې لیدنه کې د اوکراین او اروپا هیڅ غړی شتون نلري.
د مسکو ژبی بدلون د دی سره چې پوتین د جنوری په پای کې په تحقیرونکې توګه د ولادیمیر زلنسکې وینا يې ونه منله .
اوس محال ریاض کې د واشنګټن او مسکو خبرو اترو په لړ کې د روسیی سیاست کې بدلون ښکاری .د فرانسه خبری شبکی د کرملین په نقل ریپورټ ورکړي چې پوتین د ضرورت په وخت کې له زلنسکي سره خبرو اترو ته تیار دي.
د روسیی مقاماتو اعلان ورکړ چې اوکراین سره هيڅ مخالفت نلری چې اروپا اتحادیی سره یو ځای شي.
دد کرملین ویاند دمیتری پسکوف اعلان ورکړ چی روسیه هیڅ د خرابی مقصد کی یف دولت سره نلری.
پسکوف تاکید وکړ چی د روسیی موضوع د اوکراین د نظامی ایتلاف یوځای کیدو سره بلکل بدلون لری.روسیه د اوکراین په شتون سره په ناټو کې مخالفت کوي .
د ریاض په خبرو اترو کې د پوتین بهرنیو سیاسی مشاور یوری اوشاکوف د روسیی په استازیتوب کډون کوی او روبیو له استیو او ویتکاف د آمریکا استازی او مایک والتز د آمریکا ملی امنیت مشاور په دی غونډه کې کډون کوي .
د آمریکا او روسیی د اړیکو ښه والی لپاره کیریل دمیتریف لومړنی خبری اتری اه آمریکایی استازو سره وکړی .
دا روسیې مذاکره کوونکي په خپلو خبرو کې سی ان ان شبکی کې ترامپ یې د غټو ستونزو حل کوونکی یاد کړ .
په پای کې د روسیی او آمریکا خبری اتری په عربستان کې ډیرو ستونزو سره مخ کیږی .
د سیاسی، اقتصادی،نظامی او منطقه ای تاثیراتو له امله د آمریکا او روسیی اړیکو کې بدلونونه راغلی دي .
دا خبري اتري کولي شی د اوکراین پیچلی مسایل لکه هسته ای امنیت او اقتصادی اړیکي حل کړي .