
په معاصره دوره کې د اسرائیل او فلسطین جګړه یو له اوږدو او پیچلو جګړو څخه ده.چی پراخه سیاسې ، انسانی او ټولنیز اړخونه لرې دا جګړه چی د شلمی پیړی نیمایې څخه پیل شوی ده ، نه یواځی د فلسطین او اسرائیل په وګړو یې ژوره اغیزه لرودلی ،بلکه په نړیواله سطحه پراخه اغیزی درلودلی دي.په دي منځ کې متحده ایالات د یو نړیوال قدرت او د اسرائیلو حمایت کوونکې په حیث ،د بحران په جوړولو کې مهمه رول لوبولي.
د ایالات متحده سیاسی حمایتونه د اسرائیل څخه ،او تر څنګ یې د بشري حقوقو سرغړونی ته پام نهکول په دي سیمه کې ،د بحران د ډیروالې او بی ثباتی لامل ګرځیدلې دي.په دي جګړه کې د فلسطین وکړی د خپل اساسی حقوقو څخه بې برخه شوی ، لکه: د ژوند کولو حق،خپلواکۍ او آزادی حقونه یې . له بلې خوا اسرائیل د نړیوالو قدرتونو حمایت سره په خاص توګه متحده ایالات ، کوښښ کوي چې خپل موقعیت په سیمه کې ثابت کړي.د متحده ایالاتو نظامی او ډیپلماتیکه حمایت له اسرائیل څخه ، دا هیواد یې یو له هغه غړو څخه جوړ کړ چی اصلی رول لري د فلسطین او اسرائیل د بحران په ډیروالی کې .
د فلسطین او اسرائیلو جګړه یواځی سیاسی او نظامی نښته نده ، بلکه یو لوی انساني بحران په معاصر تاریخ کې حسابیږی .دا جګړه په خاص توګه د فلسطین وکړو ته ، د بشری حقوقو پراخه سرغړونې لامل شوي دي.اسرائیل څو واري په دی محکوم شوي دي چې نظامی حملی یې په ملکې وکړو کړی دي.له دي څخه یو هم ، د اسرائیل هوایې حمله په غزی باندی چې ډیر ملکي وکړي یې په قتل ورسیدل او روغتونونه ، ښونځي او کورونه یې وران شول .
د دي بحران اصلی قربانی د فلسطین ماشومان دي. ډیر ماشومان يې په سختو حالاتو کې په کمپونو او جګړهییزو سیمو کې ژوند کوي، او د لومړنیو حقونو څخه لکه: زده کړې او صحي امکاناتو بی برخی دي.د اسرائیل حملی پس له اوربند هم د فلسطین په سیمو دوام لرودلي دي. دا مسئله څو واری د فلسطین او اسرائیل په تاریخ کې شوي ده چی د بی اعتمادی لامل د سولي په تړون کیږي.
نړیوالو نهادونو څو ځله یې اسرائیل په دي اقدام سره د فلسطین په سیمو کي محکوم کړي دي. د ملل متحد سازمان او د بشري حقوقو سازمانونه لکه : عفو بینالملل اسرائیل یې د بشری حقوقو سرغړونی او د نامناسبه نظامی وګړو په کارولو محکوم کړ. په ډیرو ریپورټونو کي د ملکي وکړو قتل ،د غزه اقتصادی محاصره او د فلسطینیانو کورونو خرابولو ته یې اشاره کړي ده.
د فلسطسن تاریخ ډک له مبارزو ، مقاومتونو او ګډوډیو دي . له لرغونی دوری څخه تر اوسه ، دا سیمه د تمدنونو ، فرهنګونو او دینی ډکرونو که وه او اوس محال د نړیوالو جګړو په مرکز بدل شوي دي .
متحده ایالات یو له اصلی د اسرائیل حمایت کوونکو څخه دی او د سلاح او ډیپلماتیکی حمایت په برابرولو کي مهم رول لوبولي دي.
دا حمایتونه ددی لامل شوی دی چی اسرائیل له تشویش بی غیر خپل نظانی سیاست ته دوام ورکړی . ډیر تحلیل کوونکی په دی باور دی که متحده ایالاتو په اسرائیل باندی د فلسطین حقوقو ورکولو په خاطر فشار راوړي وي شاید د بحران ډیروالی کم شوي وي.
د آمریکا یو طرفه حمایت د اسرائیل څخه د ظلم ډیروالی او د دیپلماتیکو د حل لارو د ارمان کمیدو لامل شوي دي.
د تل پاتي سولي او بشری حقوقو ته لاسرسی په دی سیمه کی ، دا ضرور دی چی متحده ایالات خپل سیاست ته بیا کتنه وکړی او بی طرفي مخکی ونیسی .
د فلسطین او اسرائیل جګړه په معاصره نړی کی یو له لویو بحرانونو څخه دي . په دی منځ کې د ایالات متحده حمایت د اسرائیل څخه د دي پر ځای چې بحران حل کړی د ډیروالی لامل یې شوی دی .د ایالات متحده فشار نه راوړل په اسرائیل باندی چې د فلسطینیانو حق ورکړی ، د ظلم او بشری حقوقو سرغړونه په سیمه کي شوی ده .
د تل پاتي سولۍ لپاره لازمه ده چی متحده ایالات خپل سیاست ته بدلون ورکړی او فعال رول د بشری حقوقو عدالت کې ولری .
نړیواله ټولنه هم باید د ظلم له منځه وړلو کې کوښښ وکړی .یواځی له همدی لاری کیدای شي چی په راتلونکی کې فلسطینیان او اسرائیلیان یو بل ترڅنګ ،په سوله او امنیت کې ژوند وکړي .
نویسنده: محمد سرور سروری
ژاړونکې : حفیظه الکوزۍ