افغانستانجهانخبرهافرهنگ و هنر

د صهیونیسټی رژیم په وړاندې د فلسطین د مقاومت له بریالیتوب وروسته په کابل کښې د ایران د سلاکار د پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

سلام دې په مظلوم او ځواکمن فلسطین؛ د فلسطین زړورو او باغیرته ځوانانو ته، سلام د غزې د اتلانو ته، سلام د حماس، جهاد او د فلسطین ټولو جهادي او سیاسي ډلو ته، د غزې د مظلوم او ځواکمن خلکو چې د صهيونېسټ رژيم او د هغه د ملاتړکونکي د ستر جنايت په وړاندې په صبر سره ودرېدل او نړۍ يې په دې پوه کړه چې د فلسطين د غزې د مظلوم خلکو د بې ساري صبر او ارادې په مقابل کښې هيڅ طاقت نه شي زغملی. نن دغو مظلوم خلکو په خدای توکل وکړ، ودرېدل، مقاومت یې وکړ او په زرګونو شهیدان یې د داسې بریا د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کړل چې په تاریخ کې به لیکل کېږي. صهيونېسټ رژيم د غربی هېوادونو په پراخ ملاتړ سره په زرګونو ښځې او ماشومان په ډېر وحشيانه جنايت سره شهيدان کړل، خو بیا هم د غزې د ځواکمن خلکو او د فلسطین د مقاومت د ځواکونو د صبر او مقاومت په مقابل کې پاتې نه شو او له ماتې سره مخ شو.

د فلسطین مجاهدینو او د غزې خلکو ته د خدای تعالی په دغه بریا او عزت کې شکر ادا کوو او د غزې خلکو او د فلسطین مقاومت او ټولې اسلامي نړۍ ته د دې بریا مبارکي وایو او د الله تعالی له دربار څخه د شهیدانو ته رحمت، بشارت او ټپیانو ته د عاجله شفا غوښتنه کوو.

ډکټر سید روح الله حسیني

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت کلتوري سلاکار

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button