افغانستانگزارش ها

د انلاین فورمو له لارې د پاسپورټ د چاپ ورځینۍ ظرفیت لوړ شو

۱۴ وږي ۱۴۰۱
د پاسپورټ عمومي رییس پاسوال مولوی عبدالحکیم حمیدي وايي، د پاسپورټ غوښتونکو د اړتیاوو د ښه حل او غوښتنو ته د رسېدو په موخه د دغې ریاست رهبري پرېکړه کړې، چې د انلاین خدمتونو له لارې د پاسپورټونو د چاپ او وېش ظرفیت د ورځې ۴ زره انلاین فورمو ته لوړ کړي.
د پاسپورټ عمومي رييس زياته کړه، دا لړۍ په داسې حال کې زیاتیږي، چې يو شمېر اوسېدونکي د نېټې په ورکړه کې له ستونزې سره مخ وو چې په ترڅ کې به یې ستونزې راکمې او چارې به یې په کم وخت کې ترسره کیږي.
دغه راز د اسانتيا او ښه چلند په موخه اړوند مسوولينو ته لارښوونه شوې چې د انلاین فورم کې د نورې اسانتاوې هم رامنځته کړي تر څو خلک وکولای شي خپل اسناد د انلاین سیستم له لارې بشپړ او پاسپورت په کمه موده کې ترلاسه کړئ.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button